Home » سپورټ » هند کرکټ بورډ؛ د نړۍ تر ټولو شتمن کرکټ بورډ شو
رویداد خبري آژانس

هند کرکټ بورډ؛ د نړۍ تر ټولو شتمن کرکټ بورډ شو

د هند کرکټ کنټرول بورډ (بي سي سي اى) د نړۍ تر ټولو شتمن کرکټ بورډ شو.
د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند ملي لوبډلې د رسنيو د حقونو د پلورلو له امله د هند کرکټ بورډ په تېرو څو کلونو کې ډېرې پېسې ګټلي دي، د رسنيو حقونو کې د دوى په کوربه توب د ټېسټ، يو ورځنيو او شل اوريزو لوبې شاملې دي.
د راپورونو په وينا، بي سي سي په ١٩-٢٠١٨ کې د هند لوبډلې د رسنيو حقونو نه ډېره ګټته پورته کړه، چې اوس يې د ٢٠٢٠ کال معلومات هم خپاره کړي دي.
هند کرکټ بورډ په ١٩-٢٠١٨ کال کې يوازې د ملي لوبډلې د رسنيو حقونه په ٨٢٨ کروړه (٨٢٨٠ ميليونه) روپيو پلورلي دي، چې دا تر ټولو زياتې پېسې دي.
د هند دولتي براډکاسټر په هند کې د هند د هرې لوبې خپرولو په بدل کې بي سي سي اى ته ٤٣.٢٠ کروړه (٤٣٢ ميليونه) روپۍ ورکوي.
په ٢٠١٨ کال کې هند د ٢٢ نړيوالو لوبو کوربه توب وکړ، چې پکې ٧ ټېسټ، ١٠ نړيوالې يو ورځنۍ او ٥ نړيوالې شل اوريزې لوبې شاملې وې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...