Home » سیمه او نړی » نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۰میلیون ته ورسېده
رویداد خبري آژانس

نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۰میلیون ته ورسېده

شاوخوا ۱۳ میاشتې مخکې د کروناویروس په لومړي ځل د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او دا مهال په نړۍ کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۰میلیون ته رسېدلی دی.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون چې د کروناویروس په اړه ارقام راټولوي او خپروي، وایي چې د دوشنبې تر سهار جنوري ۲۵ (سلواغه ۶) پورې په ټولې نړۍ کې څه باندې ۹۹.۳ میلیون خلک په دغه ویروس اخته شوي او تر ۲.۱۳ میلیون زیات انسانان د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

تر ټولو ډېر کسان د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کروناویروس اخته شوي او مړه شوي دي. دا مهال په امریکا کې ۲۵.۱ میلیون خلک په کرونا ویروس اخته دي او څه باندې ۴۱۹زره نور کسان مړه شوي دي.

په ترتیب سره هند دویم او برازیل درېیم هېوادونه دي‌ چې د کروناویرس پېښې په کې زیاتې دي. په هند کې ۱۰.۶ میلیون او برازیل کې بیا څه باندې اته میلیون خلک په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په روسیې کې ۳.۶۹ میلیون، برتانیا کې څه باندې ۳.۶۵ او فرانسه کې بیا ۳.۱۲ میلیون خلک د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

په هسپانیا، ایټالیا او ترکیې کې بیا نژدې ۲.۵ میلیون خلک د کرونا په ویروس اخته شوي دي. یانې په دغو دریو هېوادونو کې په هر هېواد کې شاوخوا ۲.۵ میلیون خلک د کرونا په ویروس اخته دي.

د کرونا تلفات

امریکا دا مهال په نړۍ کې لومړی هېواد دی چې تر ټولو ډېر کسان په کې د کرونا له کبله مړه شوي دي. په امریکا پسې وروسته برازیل دی چې شاوخوا ۲۱۷زره کسان په کې مړه شوي دي.

هند کې بیا ۱۵۳زره کسان، په مکسیکو کې ۱۴۹زره کسان، برتانیا کې څه باندې ۹۸زره کسان، ایټالیا کې ۸۵ زره کسان، فرانسه کې ۷۳ زره، روسیې کې ۶۹زره او ایران کې ۵۷زره کسان د کروناویروس له کبله مړه شوي دي.

په افغانستان کې بیا د چارواکو په خبره تر دې دمه ۲۳۹۰کسان د کرونا له کبله مړه شوي او نژدې ۵۵زره نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...