Home » افغانستان » ملګري ملتونه:ښکېل لوري دې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره سمدستي کوټلي ګامونه پورته کړي
رویداد خبري آژانس
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز

ملګري ملتونه:ښکېل لوري دې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره سمدستي کوټلي ګامونه پورته کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وایي، په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه کلنی راپور به نن خپور کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي دیبرا لاینز په یوه ټویټ کې ویلي، د دغه مهم راپور هدف دا دی چې ښکېلو مسولو اړخونو ته په دې اړه حقایق او سپارښتنې وړاندې کړي، څو د ملکیانو د خوندیتوب لپاره سمدستي کوټلي ګامونه پورته کړي.

دیبرا لاینز پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره دې په عاجلو اقداماتو کې یوه ورځ هم نه سپموي.

یوناما له دې مخکې ویلي و چې دې هېواد کې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د ۲۰۱۹ کال د همدې مودې پرتله په ملکي تلفاتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی.

په دې راپور کې د ملکي تلفاتو د کموالي عمده لامل په انتحاري او هوايي حملو او همدا راز ځمکنیو جګړو کې کموالی په ګوته شوی و.

یوناما داسې وخت خپل کلنی راپور خپروي چې وروستۍ لږ تر لږه شپږ میاشتې د افغانستان په پلازمېنه کابل او ځینو لویو ښارونو کې بې شمېره مقناطیسي ماین چاودنو او هدفي وژنو ګڼ تلفات اړولي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...