د کراچۍ د ترهګرۍ مقدمو محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير د ضمانت خواست رد کړو او له هغه سره د بندي نورو پينځو کسانو ضمانت يې ومانه.
د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ علي وزير او د هغه د نورو ملګرو وکيل قادر خان اېډوکېټ د ډیوه راډیو سره په خبرو کې وويل، د کراچۍ په مرکزي زندان کې دننه د ترهګرۍ ۱۲م نمبر عدالت نن / چهارشنبې په ورځ د ضمانت په خواست فېصله محفوظ کړې او ناوخته يې واوروله.
“د علي وزير او د هغه د نورو ملګرو د ضمانت درخواست وو چې پر هغه دلايل محفوظ کړل شول او جج ارډر وکړو چې د علي وزير درخواست یې مسترد کړو او د نورو پينځو ملګرو ضمانت منظور شو.”
قادر خان اېډوکېټ وویل د محکمې څخه ورته تفصيلي فیصله نه ده ترلاسه شوې، له هغې څخه به مالومه شي چې د ضمانت خواست بې ولې رد کړل شو.
هغه زياته کړه اوس به د علي وزير د ضمانت لپاره سيند هاي کورټ ته خواست کوي.
محکمې پرون د علي وزير پرته د پي ټي اېم د کراچۍ د مشرانو او غړو نورالله ترين، محمد شېر مسيد، شېر ايوب، حسن الله او بصير الله ضمانت منظور کړی دی.
په کراچۍ کې پولیسو د پي ټي اېم د غړو په ګډون نور ۳۳ کسان په ۳۱م جنورۍ هغه وخت نيولي ول چې د پي ټي اېم د غړو په وینا دوی د ارمان لوڼي او نقيب مسيد د تلين په مناسبت غونډه تابيا کړې وه. پوليس تور لګوي چې احتجاج له راغلو کسانو غټ سړک بند کړی او په پولیسو يې ګوزارونه کړي وو، خو د پي ټي اېم غړو دغه تورونه رد کړي وو او پر هغه ورځ پر فېسبوک د پي ټي اېم د غونډې بهیر ژوندی خپرولو پر مهال د ډزو غږونه اورېدل کېږي او د پي ټي اېم دوه کسان هم ښودل کېږي چې په خېټه او پښه کې په مرمۍ ویشتل شوي ول.
قادر خان وايي په دغو کسانو کې پينځه تنه د علي وزير او له نورو سره د اووم دسمبر په مقدمه کې عدالت ته وړاندې کړل شوي او په نورو د اړي ګړي جوړولو او په پوليسو د حملې د مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې او جېل ته لېږل شوي دي.
په ياده مقدمه کې علي وزیر په ۱۶م دسمبر پولیسو ونیاو، په دغه ورځ نوموړی د پېښور ارمي پبلیک سکول د خونړۍ پېښې لمانځلو ته ورغلی وو چې له نیولو پس کراچۍ ته ولېږدول شو.
د علي وزیر د ګرفتارۍ پرضد چې پي ټي اېم په ۱۸م دسمبر احتجاجي مظاهرې اعلان کړې وې د دغو مظاهرو په مهال په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر نور الله ترين او وروسته بيا نور درې کسان نيول شوي ول.
محمد شېر مسيد بيا په ۲۰م دسمبر نيول شوی وو.