Home » سیمه او نړی » عمران خان هند د ملګرو ملتونو پر یو موټر په برید تورن کړ
رویداد خبري آژانس

عمران خان هند د ملګرو ملتونو پر یو موټر په برید تورن کړ

د پاکستان پوځ تېره ورځ دوشنې د دسمبر ۲۱ (مرغومي ۱) وروسته له هغې په کشمیر کې تیارسۍ شو چې ددې هېواد صدراعظم هند د ملګرو ملتونو پر یو موټر په برید تورن کړ.

د پاکستان صدراعظم عمران خان وویل هند په دغه برید سره هڅه وکړه چې اسلام آباد خجالت کړي او اړیکې یې د ملګرو ملتونو سره خرابې کړي.

د ملګرو ملتونو دوه څارونکي د هغه برید نه روغ وتلي دي چې د جمعې په ورځ په کشمیر کې د هغوی پر موټر وشو.

عمران خان په یو ټویټ کې لیکلي دي چې هند دغه جعلي برید کړی او ددې هیواد دغه “حماقت” ته به مناسب ځواب ورکړل شي، تر څو په راتلونکې کې دا ډول سهوه تکرار نشي.

پاکستان ویلي دي چې د ملګرو ملتونو موټر له لرې څخه پیژندل کیږي او هند په عمدي توګه هغه په نښه کړی.

ملګرو ملتونو دغه برید تائید کړی او ویلي یې دي چې پدې هکله پلټنې کوي.

هند وایي پدې هکله پلټنې شوي او د پاکستان ادعا بې بنسټه ده.

هندي مقاماتو ویلي دي چې ددې هیواد پوځیان د ملګرو ملتونو د څارونکو له سفر نه خبر وو او هیڅ ډزې یې ندي کړي.

هند او پاکستان ۱۹۴۷ کال راهیسې چې د بریتانیې نه یې آزادي اخیستې، درې ځلې یې د یو بل سره جګړه کړې ده چې دوه جګړې یې د کشمیر پر سر وې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...