د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د میدان وردک ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د وسله والې لانجې پر مهال ۹ غیر مسوول وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نور یې ټپیان دي.
د یاد وزارت ویاند طارق آرین پرون جمعه (د سلواغې ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.
ارین لیکلي، د علي پور غیر مسوولو وسله والو کسانو په ډزو سره یو شمېر پولیس او د سیمې پنځه اوسیدونکي هم ټپيان کړي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې لانجه په دې جوړه شوې چې د میدان وردک امنیه قوماندانۍ مشرتابه د لومړۍ او دوهمې حصې ولسوالیو لپاره نوي امنیه قوماندانان ټاکي، خو په علي پور تړلو کسانو په دې سیمو کې د امنیتي ځواکونو او پولیسو د حضور په وړاندې خنډ جوړ کړی.
د ښاغلي ارین په حواله په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې پولیسو ۶۸ غیر مسوول وسله وال نیولي او اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
ښاغلي ارین ویلي، یو لوړپوړی پلاوی له کابله میدان وردک ولایت ته استول کېږي.
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خلکو یوه مظاهره په تاوتریخوالي اوښتې چې له امله یې ځینې کسان مړه او ټپيان شوي.
هغه زیاته کړې، مرګژوبله او تاوتریخوالي ته لاس وهل د هر چا له خوا چې وي چې د منلو نه دي.