Home » افغانستان » طارق ارین:طالبانو د خپلو جنایتونو لپاره بېلابېلې لارې خپلې کړې

طارق ارین:طالبانو د خپلو جنایتونو لپاره بېلابېلې لارې خپلې کړې

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي طالبانو د خپلو جنایتونو د عملي کولو لپاره بېلابېلې لارې خپلې کړې دي.

طارق ارین پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، پولیسو د کابل په اتمه حوزه کې یو مستري نیولی چې په دولتي موټرو کې یې ماینونه ځای پر ځای کړي.

رویداد خبري آژانس

ښاغلي ارین له خلکو غوښتنه کړې، کله چې خپل موټرونه مستریانو ته بیايي باید دقت وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي د دولت دښمن د خلکو د په نښه کولو لپاره بېلابېلې لارې کاروي چې د نانوای، د لیني موټرو د چلوونکي، کراچۍ چلوونکي او مستریانو په بڼه خپل فعالیتونه کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...