د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي،غوره ګڼي چې د وسله والو طالبانو او پاکستان مرمۍ په سینه وخوري،خو په هیڅ قیمت د ولس پر سر معاملې ته چمتو نه دی.
امرلله صالح نن دوشنبه (دکب ۱۸مه نېټه) د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال مارشال محمد فهیم قسیم د مړینې اووم تلین په لمانځ غونډه کې وویل چې له زلمي خلیلزاد سره افغان حکومت دوه ورځې پر له پسې خبرې لرلې دي او په خبره یې امریکا هڅه کوي پر افغان حکومت د یوې تحمیلي سولې لپاره فشارونه ډېر کړي.
صالح دغه راز د امریکا له لورې ولسمشرغني ته د لېږلي لیک په تړاو وویل:” دا لیک یې ترلاسه کړی دی خو دا لیک د افغانستان برخلیک نه شي پرېکړه کولای موږ یو ملت لرو او داسې یوه سوله به غواړو چې د افغانستان د خلکو راتلونکی په کې خوندي وي او هر څوک وکولای شي چې رایه ورکړي او پر انتخاباتو معامله ونشي.”
امرالله صالح افغانستان ته د زلمي خلیلزاد د سفر په اړه وویل:” موږ د خلیلزاد له لورې راوړل شوې طرحه باندې خبرې وکړې او خلیلزاد ته مو وویل چې پاکستان او طالبان سره یو دي او داسې سوله موږ نه غواړو چې په هغه کې ټاکنې نه وي .موږ داسې سوله غواړ چې د افغانستان د خلکو عزت په کې خوندي وي او هیڅ بهرنی هېواد په کې لاس وهنه ونه کړي.”
د هغه په «وینا زلمي خلیلزاد خپل مل پلاوي ته وویل، د دوی نظر داسې دی، تاسو څه وایئ؟ امریکایي پلاوي وویل، پاکستان او طالبان یو دي په دې موږ پوهېږو او پاکستان د طالبانو او امریکا ترمنځ د پیغام رسوونکی دی.»
نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په خپل دریځ ولاړ دي او هیڅ وخت به د افغانستان په ۳۵ میلیونه خلکو او ارزښتونو معامله ونکړي هغه وویل داسې سوله غواړي چې د افغانستان خلک د ټاکنو له لارې خپل ولسمشر او استازي وټاکي.