سعودي عربستان یو ځل بیا ایران په سیمه کې د ترهګرو د ملاتړ تر ټولو ستر ملاتړی بللی او زیاته کړې یې ده چې دا هېواد باید له ورانوونکو کړنو لاس پر سر شي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د داووس انلاین اقتصادي ناستې ته په خبرو کې ویلي، هېواد یې د ایران د فعالیتونو په اړه له اروپا او امریکا سره خبرې کوي څو دا هېواد په سیمه کې له ترهګریزو کړنو راوګرځوي.
هغه ویلي، ایران له کلونو راهیسي د سیمه ییز امنیت د ګډوډولو په هڅه کې دی خو ټینګار یې کړی دی چې دوی به نور دغه هېواد ته د سیمې د ثبات پر وړاندې د درېدو اجازه ورنه کړي.