د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د امریکا- طالبانو د دوحې هوکړه نیمګړې بللې ده او زیاته کړې یې ده چې پر یاده هوکړه باید له سره پوره غور وشي.
سرور دانش په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې که چېرته پر یاده هوکړه له سره غور ونه شي نو د سولې پروسه به له لا ډېرو جدي ننګونو سره مخ شي.
هغه دغه راز ویلي چې د امریکا تېرې ادارې بېړه لرله او په شوې هوکړه کې یې ډېر مهم موضوعات له پامه غورځولي دي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې له اړینو موضوعاتو څخه یوه مسئله دا ده چې په شوې هوکړه کې د افغانستان د راتلونکې او ثبات په اړه هیڅ تضمین وجود نه لاره او دا تر ټولو مهمه مسئله وه چې باید په اړه یې نړیوال ضمانتونه موجود وای.