Home » سیمه او نړی » روغتیا نړیوال سازمان د کووید-۱۹ واکسین پر وېش نیوکه کړې
رویداد خبري آژانس

روغتیا نړیوال سازمان د کووید-۱۹ واکسین پر وېش نیوکه کړې

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، شتمن هېوادونه د کووید-۱۹ ضد واکسین په وېش کې بې عدالتي کوي چې دا به د یو ستر ناورین سبب شي.

د ورغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم پرون د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۸ (مرغومي۲۹) یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، په نړۍ کې د شتمنو هېوادونو بې عدالتۍ او اخلاقي ماتې به د بشري ناورین سبب شي.

نوموړي وویل، د نړۍ شتمنو هېوادونو لسګونه میلیونه واکسن اخیستی په داسې حال کې چې بېوزله هېوادونه هیڅ هم نه لري. هغه وایي، ډېرو هېوادونو کې ډېر عمر لرونکي کسان واکسینونو ته اړتیا لري خو شتمنو هېوادونو کې ان پر ځوانانو هم واکسین وېشل شوی دی.

هغه د نړۍ پر شتمنو هېوادونو غږ کړی چې له بې عدالتۍ لاس په سر شي او په ټوله نړۍ کې واکسین لومړی هغه چا ته ورسوي چې دوی اړتیا ورته لري او ددې ویروس پر وړاندې یې بدن کمزوری دی. دمګړی امریکا، هند، روسیه او چین هغه هېوادونه دي چې واکسین یې بریالي راوتلي او ټولو لومړی پر کورني ویش ټینګار کړی

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...