Home » سیمه او نړی » د کوویډ ۱۹ ضد واکسین د حلال او حرام په اړه د مذهبي مشرانو اندېښنې
رویداد خبري آژانس

د کوویډ ۱۹ ضد واکسین د حلال او حرام په اړه د مذهبي مشرانو اندېښنې

ځینې مذهبي مشرانو پداسې حال کې د کوویډ ۱۹ ضد واکسین د حلالولي په اړه اندیښنه څرګنده کړې چې د کوویډ ۱۹ وبا په نړۍ کې لږ تر لږه یو میلیون انسانان مړه کړي او څه دپاسه ۷۶ میلیون تنه پرې اخته دي.

په زیات شمیر واکسیونونو کې له جلاتین (غوړیو) څځه استفاده کیږي. جلاتین،‌ نیم شفافه، بې رنګه او بې ذایقې ماده ده چې د حیواناتو له هډوکو او د بدن د نورو غړو نه ترلاسه کیږي او تر ډیره په درملو او غذایي توکیو کې کارول کیږي.

پداسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د درمل جوړولو شرکتونه د کرونا ویروس د واکسین د تولیدولو هڅه کوي او په یو شمیر هیوادونو کې یې تطبیق هم پیل شوی دی، په واکسینونو کې د خوګ له محصولاتو نه استفاده کولو د کوویډ۱۹ ضد واکسین د بهیر د ګډوډیدو د احتمال په اړه اندیښنې رامنځ ته کړي دي.

خو ددې سره سره د فایزر، مودرنا او استرازینیکا د شرکتونو مسولینو ویلي دي چې د دوی په واکسنونو کې د خوګ له محصولاتو نه استفاده نده شوی.

په زیات شمیر واکسینونو کې د خوګ د جلاتین نه پدې خاطر استفاده کیږي چې دغه مواد ثلبت وساتل شي چې د انتقال په وخت کې واکسین مصون او ګټور پاته شي. یو شمیر اسلامي او یهودي مشران په ځانګړې توګه په طبي محصولاتو کې د خوګ له جلاتین نه استفاده کول مجاز نه ګڼي.

د درمل جوړولو یو شمیر شرکتونه لکه د سویس نووارتس، د مننجیت واکسین د خوګ له جلاتین پرته تولید کړی دی.

په عین حال کې د استرالیا د سیدني پوهنتون استاد ډاکتر هارون رشید،‌ وایي د تیرې مناظرې نه څرګنده شوی چې شریعت هغه واکسینونه چې د خوګ جلاتین په کې کارول شوی دی مجاز ګڼلي دي، ځکه که ترې استفاده ونشي ستر زیان رامنځ ته کیږي.

اکثر اسلامي مشران وایي چې اسلام د ضرورت پر وخت د حرامو موادو نه استفادې ته جواز ورکړی دی.

ارتدکس یهودي مشران هم ورته نظر لري.

یهودي مشران هم وایي چې د یهودیت د قانون په اساس د خوګ غوښې خوړل حرام دي، خو که د اړتیا په صورت کې په بدن کې پیچکاري شي، ستونزه نشته.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...