کمال خان بند چې د نیمروز ولایت په چاربرک ولسوالۍ کې موقعیت لري د کلونو انتظار وروسته یې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له خوا چارې بشپړې شوې او د اوبو ذخیره کول یې پیل شول.
د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تېره ورځ په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د کمال خان بند چې د هېواد یوه ستره او ملي پروژه ده د دغې ادارې لخوا یې چارې بشپړې او د اوبو ذخیره کول یې پیل شول.
دکمال خان بند ګاونډي هېواد ایران ته د هلمند سیند پر بهېدونکو اوبو جوړ شوی دی.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، د نورو هېوادوالو ترڅنګ ولسمشرغني هم د کمال خان بند د چارو پر بشپړېدو خوښي څرګنده کړه، دغې ادارې د ولسمشرغني له قوله لیکلي، « نن ډېر خوښ یم، نن مې د کمال خان مستې څپې ولیدې او د افغانستان ۷۰۰ کلنه د زړه هیله پوره شوه.»
د کمال خان بند چې په ۱۳۴۵ کال کې یې د جوړولو کار پیل شوی و خو بیا نا امنیو او د دولتونو د ادلون بدلون له کبله د دې بند د جوړولو کارونه ځنډېلي وو، خو اوس تر جوړېدو وروسته ځینې افغان چارواکي وایی، چې دغه بند به ۸۰ زرخ هیکټاره ځمکه خړوبه او ۹۰۰ میګاواټه برښنا تولید کړي.
د یادونې ده چې ولسمشرغني د واک له لومړۍ ورځې هم د بندونو پر جوړولو ټینګار کولو چې ډېر زیات بندونه او لویې پروژې د نوموړي په دوره کې ترسره شوې او لا هم د ترسره کېدو په حال کې دی، څو ورځې وړاندې ولسمشر د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې ته خبر ورکړی و چې ژر تر ژره دې په هغه بندونو کار پیل کړي چې نورو هېوادونو ته د اوبو مخه نیسي.