Home » افغانستان » د کابل پولیسو طالبانو پورې اړوند یو کور چې مقناطیسي ماینونو کې ساتل کېدل پیدا کړی
رویداد خبري آژانس

د کابل پولیسو طالبانو پورې اړوند یو کور چې مقناطیسي ماینونو کې ساتل کېدل پیدا کړی

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند کارته نو سیمه کې یو کور چې په کې مقناطیسي ماینونه ساتل کیدل پیدا شوی او ورڅخه څلور تنه ترهګران سره له چاودیدونکو توکو ونیول شول.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د شپږنیمو بجو ناسته کې وايي، د کابل پولیسو د کابل ښار په اتمې ناحیه اړوند سیمه کې طالبانو پورې اړوند یو کور چې مقناطیسي ماینونه کې ساتل کیدل پیدا کړی او څلور تنه ترهګران يې سره له چاودیدونکو توکو او مقناطیسي ماینونو نیولي دي.

صالح زیاته کړې ده، چې نن سهار په یاده ناحیې کې د پولیسو پر یو رنجر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه او مرګ ژوبله يې نه درلود.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار کې نږدې هره ورځ چاودنې کیږي او ډیری دا چاودنې د پولیسو پر موټرونو ترسره کیږي او له امله يې عام وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...