دا ښځه جیوتي کسانجي نومېږي چې د نړۍ تر ټولو ټيټ قد لرونکې ښځه ده، د هند د ناګپور ښار اوسېدونکې ده او نن يې ٢٧مه کليزه ده.
جيوتي د ريکارډونو نړيوال کتاب (ګنيس بک اف ورلډ ريکارډ) کې ثبت دى او د نړۍ تر ټولو ټيټ قد لري، د هغې قد ٢ فوټه يا ٦١ اعشاريه ٩٥ سينټي متر دى.
جيوتي کسانجي په ٢٠٠٩ کال کې ډېره مشهوره شوه، چې په لومړي ځل په ټلويزيون کې راښکاره شوه. د هغې قد په رسمي ډول ناپ شوى دى او له هغه وروسته د نړۍ تر ټولو ټيټ قد لرونکې په توګه په ګنيس کتاب کې ثبت شوې ده.
د ګنيس بک اف ورلډ ريکارډ له لوري ادعا شوې ده، چې د دې ښځې وزن ٥ اعشاريه ٤ کلو دى، چې د زېږېدو وروسته يې يوازې ٤ کلو وزن زيات شوى دى.
په ٢٠١١ کال کې د دې نوم په ګنيس بک اف ورلډ ريکارډ کې ثبت شوى و، نوموړې هغه وخت ويلي و، چې د دې ريکارډ ترلاسه کولو وروسته خوشحاله ده، ځکه اوس د خپل ځان په اهميت پوه شوه.
د نړۍ د تر ټولو قد لرونکې ښځې مور رنجنا وايي، چې تر پنځه کلونو پورې يې د لور قد سهي و، خو له هغه وروسته د يوې ناروغۍ له امله يې د قد زياتېدل بند شو.