د افغانستان د پوهنې وزارت وایي د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ د سوربي د نجونو په لېسه کې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه.
د پوهنې وزارت وایي، د کمپیوټر زده کړې یاد ټولګي د کمپیوټر مضمون د عملي زده کړو په موخه د ستاره درخشان مرسته کوونکې ادارې په مالي لکښت جوړ شوي دي.
د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواري د دغه کمپیوټر خونې د پرانستې پرمهال له مرسته کوونکې ادارې څخه مننه وکړه او یاده یی کړه چې دکمپیوټر زده کړي د اوسني عصر غوښتنه ده او اړینه ده چې ټول زده کوونکي د نورو علومو تر څنګ کمپیوټر زده کړي هم ولري، هغه د یادې لېسې له زده کوونکو وغوښتل چې له مرسته شو وسایلو څخه په عملي زده کړو کې اعظمي ګټه واخلي او په څنګه یی ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
همدارنګه د ستاره درخشان مرسته کوونکې ادارې ولایتي مسوول تواب بهیر وویل: په دې کمپیوټر خونه کې ۱۵ کمپیوټرونه، د لمریزې بریښنا وسایل، ۱۵ پایی میزونه، ۳۰ پایي څوکۍ اونور اړین توکوی شتون لری چې پر یووخت ورڅخه ۳۰ تنه زده کوونکي ګټه اخیستلي شي، همدارنګه د دغه کمپیوټر خونې لپاره یو ښوونکي هم د اړوندې ادارې له لورې ګومارلی شوي دئ.