Home » افغانستان » د مهاجرو مدافع سازمان؛ له آلمانه افغانستان ته د اخراج بندولو غوښتنه کړې ده
رویداد خبري آژانس

د مهاجرو مدافع سازمان؛ له آلمانه افغانستان ته د اخراج بندولو غوښتنه کړې ده

په آلمان کې د مهاجرو مدافع سازمان (پرو ازول) د سه شنبي ورځې له پاره افغانستان ته د پلان شوي ډله ایز اخراج په پام کي نیولو سره د آلمان د ټولو ایالتونو په کچه دغه هیواد ته په عاجل ډول د اخرج بندولو غوښتنه کړې ده.

د مهاجرو مدافع سازمان نن سې شنبه فبرورۍ نهه (د سلواغې ۲۱مه نېټه) په خپره شوي اعلامیه کې راغلي دي چي په افغانستان کې وضعیت مخ پر خرابیدو دی. په آلمان کي د عفوني ناروغیو د کنترول ادارې (روبرت کُخ انیستیتوت) افغانستان د کرونا ویروس د خپریدو د لوړې کچي سیمو په کتار کې درجه بندي کړی دی.

په عین وخت کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت تايیدوي چي په افغاسنتان کې روغتیايي سیستم د پاشل کیدو په حالت دی او سیاسي شننې ښيي چی له امنیتي پلوه د نړۍ په دغه تر ټولو خطرناک هیواد کې کیدای شي امنیتي وضعیت لا زیات خراب شي.

د ملگرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ په افغانستان کې له بیړني وضعیت سره د مخامخ کسانو شمیر چې د ۲۰۲۰م کال په لومړیو کې ۹،۴ میلیونه وو، د ۲۰۲۱م کال په لومړیو کې ۱۸،۴ میلیونو ته یعنی دوه برابره لوړ شوی دی.

د دغه رپوټ پر بنسټ له هرو لسو څخه څلور تنه له لوږي سره مخامخ دي او اټکل کیږي چي د ۲۰۲۱م کال تر مارچ میاشتي پوري به شاوخوا ۱۷ میلیونه انسانان په یوه بحران یا د غذايي امنیت له بیړني وضعیت سره مخامخ شي.

همدارنگه د وسله والو شخړو په پایله کي رامنځته کیدونکی تاوتریخوالی هم پای نه مومي. د سولې نړیوال شاخص (Global Peace Index) د ارزونې له مخې افغانستان په ۲۰۲۰م کال کې هم د دویم ځل له پاره یو د نړۍ تر ټولو ناامنه هیواد وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...