د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وايي، چې د شاه او عروس بند چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د اوبو ملي اداره وایي چې دغه بند د کابل د شکردرې په ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د ۹ میلیونه متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو او د ۱.۲ مېګا واټه برېښنا د تولید وړتیا لري.
د دغه بند جګوالی ۷۷.۵ متره دی چې د سمندر له سطحې ۲۱۶۱ متره لوړوالی ښيي.
د شاه او عروس بند په مرسته ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبیږي چې د زېرمې له ۴ میلیونه متر مکعبه اوبه یې د کابل ښار اوسېدونکو څښلو او ورځني لګښت لپاره او پاتې ۵ میلیونه متر مکعبه یې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او برېښنا د تولید لپاره به ترې ګټه واخېستل شي او ۳۲ میلیونه متر مکعب اوبه به تنظیموي.
یاد بند د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې یو له سترو پروژو څخه دی چې د جوړولو ټول ټال لګښت یې نږدې۵۲ میلیونه امریکایي ډالره دی چې د افغان دولت له ملي بودجې څخه ورکول کېږي.