Home » فرهنګی او ټولنیز » د باليووډ مشهور اداکار راجيو کپور مړ شو
رویداد خبري آژانس
راجيو کپور

د باليووډ مشهور اداکار راجيو کپور مړ شو

د باليووډ فلمونو پخوانى مشهور اداکار او د رشي کپور کشرى ورور راجيو کپور د ٥٨ کلونو په عمر کې مړ شو.

د راجيو کپور د مړينې خبر د هغې ورندار او د رشي کپور مېرمن نيتو کپور په انسټاګرام کې له خلکو سره شريک کړى دى. هغې په انسټاګرام کې د راجيو کپور يو عکس خپور کړى او ورسره يې ليکلي دي، چې د باليووډ اداکار او فلم جوړونکى راجيو کپور نن له موږ نه رخصت شو.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، راجيو کپور پرون سهار د زړه د حملې له امله مړ شوى دى.

د يادولو ده چې راجيو کپور د بالي ووډ مشهورو اداکارانو رشي کپور او رندير کپور کشرى ورور و، هغه د يو اداکار تر څنګ د فلمونو لارښود او پروډيوسر هم و.

رشي کپور تېر کال د اپريل په ٣٠مه نېټه په ممبۍ کې مړ شوى و.

راجيو کپور په ١٩٨٣ کال کې اداکاري شروع کړې وه، چې په لومړي ځل يې په (ايک جان هى هم) فلم کې کار کړى و، همدا راز وروسته يې په ډېرو مشهورو فلمونو کې کار وکړ او په ١٩٩٠ کال کې يې بيا په فلمونو کې اداکاري پرېښوده او د فلمونو جوړولو ته يې مخه کړه، چې يو شمېر مشهور فلمونه يې هم جوړ کړل.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...