دفاع وزارت وایي چې د کندهار ولایت ژیړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې تېره ورځ ۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره کړې اعلامیه کې راغلي:” تېره ورځ د کندهار ولایت په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې داسې مهال ۳۸ وسله وال طالبان ووژل شول چې پر ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د برید هوډ درلود.”
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي د طالبانو ۳ پټنځایونه او ډیری وسلې او مهمات يې هم د امنیتي ځواکونو لخوا له منځه تللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په یادې ولسوالۍ کې پرون هم د افغان ځواکونو لخوا ۲۸ طالبان وژل شوي وو او ۷ نور ټپیان شوي وو.
صالح زیاته کړې ده، چې نن سهار په یاده ناحیې کې د پولیسو پر یو رنجر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه او مرګ ژوبله يې نه درلود.