د افغانستان پوځ ادعا کوي چې د دغه هېواد په جنوب کې یې د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۰ طالبان په یوه هوایي برید کې وژلي دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په کندهار ولایت کې یې د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۰ طالبان په یوه هوایي برید کې وژلي دي.
دغه وزارت نن دوشنبه (د کب څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې د عملیاتو دقیق وخت نهدی یاد کړی، خو ویلي دي چې دغه عملیات د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د دوی په وینا د طالبانو د ماین جوړولو پر کارخونې او زېرمې ترسره شوي دي.
خبرپاڼه کې وژل شوي پاکستاني اتباع (ماهر ماین جوړوونکي) بلل شوي دي او ویل شوي، د هوایي ګوزار پر مهال دغه کارخونه او زېرمه هم لهمنځه تللې ده.
طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.