Home » افغانستان » دفاع وزارت: پکتیکا کې درې طالبان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت: پکتیکا کې درې طالبان وژل شوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د پکتیکا ولایت ګومل ولسوالۍ کې ۳ طالبان وژلي او ۱ بل یې ژوندی نیولی دی.

د دغه وزارت لخوا نن شنبه (د کب ۲مه نېټه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:” تېره شپه د ملي اردو اړوند سیمه ایزې اردو او امنيتي ځواکونو د پکتیکا ولایت ګومل ولسوالۍ اړوند «بوبي» سیمه کې د طالبانو پر یو پټنځای ګډ عملیات تر سره کړل.”

خبرپاڼه لیکي:” په پایله کې، ۳ طالب ترهګر ووژل شول، ۱ تن ونیول شو، د دښمن ۱ راکټ، ۱ موټر سایکل او يوه اندازه مهمات د امنيتي ځواکونو لاسته راغلل.”

دا په داسې حال کې دی له کله چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پیل شوي هېواد د مرګ‌ژوبلې په لوی مرکز بدل شوی او هره ورځ د هدفي وژنو ترڅنګ په ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې روانې دي او دواړه لوري یو بل ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...