دافغانستان د ملي دفاع وزارت وایي ملي امنیتي اودفاعي ځواکونو په هلمند او اروزګان ولایتونو کې په ځوابیه بریدونو کې ۳۱ وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت د یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي،چې د هلمند ولایت په ناوې، نهرالسراج او نادعلي ولسوالیو کې د ملي امنیتي و دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې په یادو عملیاتو کې د طالبانو یو میل هاوان او لسګونه پټنځایونه هم له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو بیا د ملي دفاع وزارت خبرپاڼو په اړه تبصره نه ده کړې.
دغه راز د ملي دفاع وزارت په ارزکان ولایت کې وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دافغانستان دفاع وزارت د یوې بلې اعلامیې په خپرولو سره ویلي،وسله والو طالبانو د ارزگان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ اړوند سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستې باندی برید کړي. چې د افغان ځواکونو فعال حالت کې د وسلهوالو دغه بریدونه له ماتې سره مخ کړي.
اعلامیه زیاتوي، چې د یادو بریدونو په پایله کې ۸ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي، او یو عراده موتر یو موترسایکل هم له منځه تللي دي.