د دفاع وزارت وایي، ځانګړو ځواکونو تېره شپه په لوګر ولایت کې د طالبانو له زندانه یو شمېر نظامي او غیري نظامي بندیان خوشي کړي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له زندانه ۷ نظامي او ۱۵ غیري نظامي بندیان خوشي کړل.
خبرپاڼه لیکي، په دې عملیاتو کې درې طالبان هم نیول شوي او دغه راز له دوی څخه یې شمېر وسلې او مهمات هم د کمانډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم کومانډو ځواکونو د هېواد په دېریو ولایتو کې یو شمېر نظامي او غیري نظامي بندیان د طالبانو له زندانونو ازاد کړي دي.
څو ورځې وړاندې افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانونو ۲۷ کسان خوشي کړي و چې ډېری ملکیان و او یو څو نور بیا نظامي کسان وو. دغه راز یې تر هغه وړاندې د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې هم د طالبانو له زندانه ۱۳ کسان خوشي کړي وو.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.