Home » افغانستان » دفاع وزارت:هلمند کې ۱۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت:هلمند کې ۱۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت وایي په هلمند ولایت کې ۱۹ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ طالبانو دهلمند ولایت په ناوې، ګرشک او نادعلي ولسوالیو اړوند سیمه کې افغان ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.

د یاد وزارت په خبرپاڼې کې لیکلي:” د هوایي ځواک په ملاتړ د یاد ولایت ناوې ولسوالۍ “مومن خان” سیمه کې ۹ طالبان وژل شوي، نادعلي ولسوالۍ “نو اباد سیمه” سیمه کې ۴ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شول او ګرشک ولسوالۍ اړوند سیمه کې ۲ طالبان وژل شوي.”

دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دې بریدونه کې د طالبانو ۴ میله کلاشینکوف، یو میل پيکا یو راکټ، هم له منځه تلي دي، او یو میل کلاشینکوف یوه پایه ایکم مخابره او یو موټر سایکیل افغان ځواکونو لاسته ورغلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...