Home » افغانستان » خټک:د نظام دښمنان غواړي افغانستان نویمو کلونو ته بوځي
رویداد خبري آژانس

خټک:د نظام دښمنان غواړي افغانستان نویمو کلونو ته بوځي

افراسیاب خټک وایي، په افغانستان کې د پیاوړي نظام ددوام او پرمختګ د مخنیوي لپاره هدفي او منظم کار روان دی.

د پښتونخوا وتلي سیاستوال او د پاکستان د سنا پخواني غړي افراسیاب خټک په خپله یوه مرکه کې ویلي دي دا چې طالبان په مسکو کې د بل حکومت د رامنځ ته کېدو خبره کوي، په افغانستان کې جګړې زور اخلي او هدفي بریدونه دوام کوي په دې مانا ده چې په دغه هېواد کې د یوه پیاوړي نظام دښمنان ډېر دي او غواړي افغانستان نویمو کلونو ته بوځي.

نوموړي ویلي د سیمې استخباراتي کړۍ او د افغان جګړې بهرني لوبغاړي هڅه کوي په افغانستان کې د دایمي پرمختګونو مخه ډب کړي نو له همدې امله یې له امریکا سره هوکړه کړې ده خو د افغانانو پر وړاندې جګړ کوي.

هغه تمه ښودلې چې د مذاکراتو دواړه لوري د بهرنیو کړیو پر ځای د خپل ولس خبرو ته غوږ ونیسي او په افغانستان کې روانو جګړو ته د پای ټکی کېږدي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...