امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی د داسې یوې حللارې په لټه کې دي چې د افغانستان، امریکا او متحدینو لپاره ګټوره وي.
جان کربي زیاتوي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه او ددې وضعیت د بدلولو لپاره د افغان لوري په ګډون له ټولو ملګرو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او د داسې لارې پلټل روان دي چې وکړی شي د ټولو لورو امنیت خوندي کړي.
د کربي په خبره د امریکا د دفاع وزارت هم د بایډن له لارښوونې سره سم پر خپلو ټولو پلانونو او احتمالي اقداماتو کار روان کړی دی او تر دقیقو او هر اړخیزو ارزونو وروسته به د امریکا حکومت د افغانستان په اړه خپله پرېکړه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د انډیا ټوډې په یوه راپور کې د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ د مخکیني قومندان جنرال جوزف ډنفورډ له خولې لیکل شوي چې طالبان لا هم په سیمه کې د ایران او پاکستان په څېر ملاتړي لري او په دغه هېوادونو کې یې مرکزونه فعال دي.