Home » فرهنګی او ټولنیز » بلاینډ؛ د سونم کپور نوی فلم
رویداد خبري آژانس

بلاینډ؛ د سونم کپور نوی فلم

د هندوستان باليووډ فلمونو د مشهورې اداکارې سونم کپور د نوي فلم “بلاینډ” ثبت د سکاټ لینډ په ګلاسګو ښار کې پیل شو.

دا یو ایکشن او تهرل فلم دی چې سونم کپور به پکې د یوې ړندې پولیس افسرې کردار لوبوي چې د یو قاتل په لټه ګرځي.

سونم کپور د ټولنیزو رسنیو په مشهور اپلیکیشن انسټاګرام کې د ګلاسګو څخه د خپل ټیم سره یو عکس هم خپور کړی دی، چې خلکو ډېر خوښ کړی دی.

رویداد خبري آژانس

د فلم ډایریکټر وايي، چې د سونم کپور کردار په فلم کې ډېر سخت دی، خو هغه يې په ښه ډول ادا کوي.

نوموړی وايي، چې د اداکارې لپاره يې د ړندو یو روزونکی هم ټاکلی دی، تر څو هر څه په سمه توګه زده  کړي او په ښه ډول يې ادا کړي.

دا فلم په یو شیډول کې بشپړېږي، خو نندارې ته د وړاندې کېدو په تړاو يې څه نه دي ویل شوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...