د پاکستان د پوځ ویاند بابرافتخار وایي، اسلام اباد پر طالبانو د خپل نفوذ تر حده خپله دنده ترسره کړې او هغه څه یې چې کړي وي، کړي دي.
بابر افتخار پرون چهارشنبې په ورځ (د کب ۶مه نېټه) په یوه خبري غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، چې د افغانستان مشران هم مني، چې پاکستان د افغان سولې بهیر کې ډېر څه کړي.
د افتخار په وینا، د پاکستان موخه افغانستان کې د سولې ټینګښت دی او اوس د افغانستان خلکو او د افغانستان حکومت پورې اړه لري چې خپل راتلونکی وټاکي.
ښاغلي بابر د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسلام اباد واک ته د طالبانو د بېرته راستنېدو پلوی دی که نه؟ ویلي چې نننی افغانستان ۹۰ لس ییز په څېر نه دی او پاکستان هم بدل شوی دی.
له طالبانو سره د سولې جدي خبرې
په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاويو ترمنځ د غونډو له پيل سره هم مهاله ولسمشر غني تېره ورځ وویل چې له طالبانو سره د سولې جدي مذاکراتو لپاره زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسي جرګې له ځينو غړو سره په لیدنه کې وویل له افغانستانه د ناټو د ځواکونو د نه وتلو لپاره د دغه تړون د پرېکړې نه وروستي کېدل هغه هم په اوسنیو شرایطو کې په هېواد کې د سولې په ګټه دي:«د ناټو پرېکړه چې (له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله) یې پرېکړه ونه کړه یو ستر پيغام دی.»
ښاغلي غني په دې کتنه کې وویل، د بل هر وخت په پرتله اوس له طالبانو سره د جدي مذاکراتو لپاره تر ټولو غوره موکه برابره شوې ده.
بلخوا د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن مسکو ته ولاړ، دا سفر په داسې حال کې کېږي چې موده مخکې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي په افغانستان کې د ناورین د حل لپاره د لنډ مهالي انتقالي حکومت د جوړېدو له طرحې ملاتړ وکړ.