Home » سیمه او نړی » ايران کې د کرونا ویروس واکسين کمپاین پيل شو
رویداد خبري آژانس

ايران کې د کرونا ویروس واکسين کمپاین پيل شو

ايران د روسیې کرونا ویروس ضد په سپوتنیک وي واکسين د خپلو هېوادولو واکسینولو کمپاین پیل کړ.

د فېبرورۍ پر اتمه نېټه په تهران کې د امام خميني روغتون کې د يوې غونډې پر مهال چې په ټېليويژن په ژوندی بڼه خپره شوه، د ايران د روغتيا وزير سعيد نمکي وويل چې د هغه زوی به لومړی کس وي چې د روس سپوتنک واکسين به لګوي.

د روغتيا مرستيال وزير علي رضا ريسي ويلي چې له کووېډ-۱۹ سره مبارزه کوونکي د صحت کارکوونکي، مشران، معيوبان او پخواني پوځيان به هغه لومړني کسان وي چې واکسين به ورلګېږي.

د سپونتک وي لومړۍ جوپه د فېبرورۍ پر څلورمه نېټه تهران ته رسېدلې وه او چارواکي وايي چې تمه ده چې نور واکسين به د فېبرورۍ پر ۱۸مه او ۲۸مه ورورسېږي.

د روغتيا وزارت وياند کيانوش جهانپور فرانس پرېس اژانس ته ويلي چې دوه ملينه واکسينه يې اخيستې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...