Home » سیمه او نړی » امریکا:پر ایران بندیزونه نه کموو
رویداد خبري آژانس
د ایران او امریکا ملي بیرغونه

امریکا:پر ایران بندیزونه نه کموو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوی پر ایران باندې د ټرمپ د دورې بندیزونه نه کموي ځکه چې د ده په وینا امریکا غواړي ځان ډاډه کړي چې ایا ایران شویو وعدو ته ژمن دی او کنه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانتوني بلنکن زیاته کړې، دوی په وار وار ویلي چې امریکا غواړي له ایران سره شته ستونزې د ډیپلوماسي له لارې حل کړي.

د بلنکن په وینا، د پرېکړې لپاره توپ د ایران په واک کې دی او دوی منتظر دي چې وګوري ایران له دې فرصته څه ډول ګټه پورته کوي.

بلنکن ټینګار کړی دی چې دوی به له ایران سره د نږدې کېدو لپاره یو قدم هم وړاندې وانخلي.

دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې امریکا ایران ته د غیر رسمي ناستې وړاندیز کړی دی خو ایران بیا ویلي چې څو پورې ورباندې لګول شوي بندیزونه نرم نه شي دوی په هیڅ راز لیدنه کې ګډون نه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...