Home » افغانستان » افغان لوبډلې د سریلانکا ملي لوبډلې ته د شل‌اوریزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه وبایلله
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

افغان لوبډلې د سریلانکا ملي لوبډلې ته د شل‌اوریزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه وبایلله

د سریلانکا ملي ټیم د شل اوریزو نړیوالو لوبو په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته په څلورو منډو ماته ورکړې ده.

دا لوبه تېره شپه د سلواغې  ۲۸مه د سریلانکا په کوربتوب ترسره شوه.

 د افغانستان ملي لوبډلې ټاس وګاټه، خو لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د سریلانکا  لوبډلې په ۱۹اورونو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته ۱۶۰ منډې هدف وټاکه.

د لوبې په بل پړاو کې افغان لوبغاړو په لومړي سر کې ښه توپوهنه پیل کړه، خو د لوبو په وروستیو شېبو کې یې پرله‌پسې ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړل.

افغان ملي لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۵۶منډې وکړې او د سریلانکا لخوا ټاکل شوی هدف یې پور نه کړ چې په پایله کې یې د څلورو منډو په توپیر لوبه وبایلله.

د ویلو ده چې د دغه پړاو دویمه لوبه به سبا دوشنبې د سلواغې ۳۰مه ترسره شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...