د امریکا دفاع وزارت وایي، افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته را ټیټ شوی دی.
د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، امریکا په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پای ته نږدې ده او د یوې تلپاتې سولې لپاره د افغانانو ترمنځ د خپل منځي خبرو هرکلی کوي.
د امریکا دفاع وزارت سرپرست کرېسټوفر مېلر وایي، افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته را کم شوی، او په وینا یې دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې په دې هېواد کې د امریکایي پوځیانو تر ټولو کم شمېر دی.
په دغه اعلامیه کې د مېلر له خولې لیکل شوي په افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکایي پوځیان د دې لپاره کافي دي چې امریکا د دې هېواد وګړي او د امریکا ګټې خوندي کړي.
مېلر وایي، امریکا به له ناټو سره په ګډه د افغان پوځ ملاتړ ته دوام ورکړي او په دغه هېواد کې به په ګډه د تروریزم پر وړاندې مبارزه کوي.
تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، و چې په افغانستان کې یې د سرتېرو شمېر د تېرو شل کلونو سره په پرتله تر ټولو ټیټي کچې ته رسېدلی دی.
نوموړی چې یواځې څو ورځې یې د ولسمشرۍ پاتې دي وویل، هیله لري چې روانې جګړې پای ته ورسېږي او ټول امریکایي سرتېري له نورو هېوادونو خپل هېواد ته را ستانه شي.