Home » افغانستان » اروپايي ټولنه:په بشري مرستو او افغان سوله کې همکاریو ته ادامه ورکوو
رویداد خبري آژانس

اروپايي ټولنه:په بشري مرستو او افغان سوله کې همکاریو ته ادامه ورکوو

د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د اروپايي ټولنې له یوه پلاوي سره کتلي او پر بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې تر ډېره د اروپايي ټولنې پر بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي او دغه ټولنې ژمنه کړې چې دوی به په افغانستان کې خپلې مرستې او همکارۍ ډېروي.

ددې تر څنګ دواړو لورو پر افغان سولې هم خبرې کړې دي. ولسمشر ویلي چې د سولې په برخه کې د نړیوالو همکاري مهمه ده او افغان حکومت د سولې غوښتونکی دی، خو داسې سوله چې د لاس ته راوړنو د ساتلو سبب شي او جګړې د تل لپاره ختمې کړي.

د اروپايي ټولنې پلاوي هم ویلي چې بین الافغاني مذاکرات باید دوام وکړي او دوی له یوه سوله ییز افغانستان سره هر اړخیزو مرستو ته تیار دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...