۱ ـ تاسې کولی شئ ډېر هغه کارونه چې ناشوني درته ښکاري ترسره کړئ خو دا هغه وخت امکان لري چې په خپل ځان، خپلو وتياوو او خپل استعداد باور ولرئ.
هغه کسان چې په ځان باور لري تل هڅه کوي خپلو هيلو ته ځان ورسوي، دوی ډاډه وي چې بريالي کيږي.
۲ ـ هغوی چې په ځان باور لري د ژوند له ناخوالو او ستونزو تېښته نه کوي بلکې د هغه په مديريت او حل لارو پسې ګرځي. مه هېروئ چې هره ستونزه د بريا يو فرصت دی کله چې ستونزه له منځه وړئ يو ګام وړاندې ځئ.
۳ ـ ارزښتمن شيان مفت په لاس نه درځي. که غواړئ چې په ځان باور مو غښتلی پاتې شي ستونزو او ناخوالو ته مه تسليمېږئ.
که مو ټول ملګري هم درته ووايي چې تاسې دا کار نه شئ کولی بيا هم ځان کم مه ګڼئ يوازې له خپلو وړتياو او فکر ګټه پورته کړئ. ايلان ماسک هغه کس دی چې له ډېرو مشکلاتو سره سره يې د موټر جوړولو کمپنۍ ټسلا کاميابه کړه او هغوی ته چې ورته ويل يې نه کيږي وښوده چې کلک هوډ ناممکن کارونه ممکن کوي.
۴ ـ که دېته وګورئ چې که دا او هاغه کار وکړم خلک به څه وايي؛ تاسې به کله هم جدي پرمختګ و نه کړئ.
له ناسمو باورونو، دودونو او ټولنيزو عادتو ځان آزاد کړئ، د خپلې مشروع موخې تر لاسه کولو لپاره د خلکو د خبرو پروا مه لرئ.
که د خلکو نظرونو او خبرو ته وګورئ په ځان باور له لاسه ورکوئ او نوښت مو مړاوی کيږي، نوښت ګنا نه ده بلکې د خلکو اذهان داسې دي چې نوي شی ورته بد ښکاري.
۵ ـ تکړه خلک د نورو په پټکو او ګوتڅنډنو له خپلې موخې نه اوړي. ځينې وخت اړتيا وي چې يو چاته هغه خبره وکړئ چې بايد وشي که څه هم چې د هغوی زړه به پرې ماتيږي او دا کار به لوی جرائت غواړي.
که غواړئ جدي پرمختګ وکړئ د ګواښونو او د نورو د اخطارونو په اساس خپل فکر مه بدلوئ بلکې ادامه ورکړئ، که مو جرائت له لاسه ورکړ نو مانا يې داده چې تاسې په ځان باور نه لرئ.
۶ ـ که غواړئ لا تکړه او په ځان باوري شئ، نو د دې وخت را رسېدلئ چې ډار هېر کړئ او هغه کارونه وکړئ چې د وېرې په اساس مو لا زړه نه دی پرې ورکړی.
کله چې له ستونزو سره مخ کېږئ د موخو څارل درته لا سختيږي او وېره درته پيدا کيږي، په دغسې شرايطو کې دلاوره او شجاع و اوسېږئ.