Home » افغانستان » ډیفنس آن نشریه:د افغان سولې او اوربند لپاره لا هم ګڼ خنډونه موجود دي

ډیفنس آن نشریه:د افغان سولې او اوربند لپاره لا هم ګڼ خنډونه موجود دي

ديفنس آن نشریې د افغانستان د مسایلو له څارونکو سره په یوه مرکه کې د سولې او اوربند په برخه کې د خنډونو په اړه خبرې کړې دي.

دغه شنونکو ویلي چې د طالبانو او داعش تر څنګ په افغانستان کې فاسد چارواکي او همدا راز ځایي قومندانان د دایمي سولې لپاره ستر خنډونه دي.

نشریه کاږي سره له دې چې په افغانستان کې ځینې ډلې مستقیمې په جګړه کې ښکېلې دي او ددوی ښکېلتیا له سولې سره د مخالفت په مانا ده، خو په افغان حکومت کې مفسد چارواکي او همدا راز ځینې زورواکي او محلي قومندانان هم هغه څه دي چې د افغان سولې په برخه کې خنډونه جوړولی شي.

ددوی په خبره د افغان سولې لپاره اوږدمهاله او هر اړخیزه کار ته اړتیا ده او په دغه هېواد کې باید روانه جګړه ژر تر ژره ختمه کړل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...