د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي، د تېرې یوې میاشتې په جریان کې ۳۰ تنه غله نیول شوي دي.
دهلمند امنيه قوماندانۍ دجنايي پيښو پروړاندي دمبارزي مدير سمونمل سيد عبدالغفار نوري په یوه غونډه کې چې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، چې د يوې مياشتي په جريان کې ٣٠ تنه غله دجنايي پيښو پروړاندي دمبارزي مديريت دکارمندانو لخوا نيول شوي دي.
عبدالفغار نوري په خپلو خبرو کې ویلي چې ديادو غلو سره ۲ عرادي موټر، ۹ عرادي موټرسايکلان، ۲۱ پايي موبائیلونه، ۲ ميله تفنګچې، يو حلقه بم دستي او يوشمير نغدي پيسي هم دياد مديريت دکارمندانو لاسته ورغلي.
نوموړی وایي چې ياد غله دتحقيقاتو وروسته عدلي اوقضايي ارګانونو ته معرفي شوي.
د هلمند ولایت امنیتي چارواکو په وینا، په لښکرګاه ښار کې د يادو غلو د نيولو سره غلاوي په لښکرګاه کې تير ته په کتو کمي شوي.