Home » سیمه او نړی » په کانګو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۶۰ کسان مړه شوي
رویداد خبري آژانس

په کانګو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۶۰ کسان مړه شوي

د کانګتو په دموکراتیک جمهوریت کې چاروکي وایي د کانګو په سمندر کې د یوې کښتۍ د چپه کېدو له امله ۶۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ورک دي.

د کانګو د بشري چارو وزیر سټیف امبېکای ویلي چې کښتۍ له حده زیات په مسافرو او مالونو بار شوې وه.

هغه وویل پر ټولو هغو کسانو باید بندیز ولګول شي چې د دغه کار مسول بلل کیږي.

نوموړي دا خبره هم کړې ده چې په سمندر کې د شپې ګزمې هم شاید د کښتۍ د چپه کېدو لامل وي.

ښاغلي امبېکای په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په دغه پېښه کې ۳۰۰ کسان ژغورل شوي دي.

کښتۍ له مرکز کېنشاسا څخه امباندکا ته روانه وه چې ډوبه شوې ده.

د کانګو په دموکراتیک جمهوریت کې وخت ناوخت دا ډل بېړۍ چپه کېږي او ډوبېږي.

مسافر د ژغورنې واسکټونه نه اغوندې او د کښتۍ له چپه کېدو وروسته یې ژغورل ستونزمن شي.

د یادونې وړ ده چې کانګو دموکراتیک جمهوریت په افریقا لویه وچه کې پروت هیواد دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...