Home » افغانستان » په هېواد کې د يوې کيلۍ موټرو پر ګرځولو بنديز ولګېد
رویداد خبري آژانس

په هېواد کې د يوې کيلۍ موټرو پر ګرځولو بنديز ولګېد

د افغانستان ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د وري له میاشتې وروسته د وې کیلۍ موټرو پر ګرځولو بندیز ولګېد.

د ملي امنیت شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا پرېکړه تېره ورځ د دغې شورا په امنیتي ناسته کې وشوه.

خبرپاڼه زیاتوي، د ماليې وزارت لخوا د وضع شوي طرزالعمل له مخې به د وري د مياشتې تر تېرېدو وروسته د دغو موټرو ګرځول قانوني اجازه و نه لري.

په ناسته کې ټینګار شوی چې نور به افغانستان کې د يوکیلي موټرو د هر ډول وارداتو په هکله جدي څارنه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې حکومت اعلان وکړ، یو کیلي موټرو ته به اسناد ورکوي، د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې له دې فرصته په استفاده زرګونه یو کیلي موټرو ته اسناد ویشل شوي دي.

په دې سره موټر پلورنکي وايي چې یو کیلي موټرو ته د اسنادو د ویش په پیل سره د موټرو په قیمت کې هم د پام وړکموالی راغلی او ډېرو دوی په دې کار کې تاوانونه کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...