تېره ورځ په سمنګان ولایت کې د هغو دریو وژل شویو شپنو خپلوانو لاریون وکړچې ادعا کېږي، د سمنګانو په روی دواب ولسوالۍ کې غلو ستوني ورغوڅ کړي او څاروي یې ترې بیولي دي.
لاریون کوونکو د وژل شویو کسانو مړي د احتجاج په توګه پر سړک ایښي وو او د څو ساعتونو لپاره یې د کابل – بلخ لویه لاره تړلې وه.
د سمنګان ولایتي چارواکي د دغې پیښې پخلی کوي او وايی چې د وژل شویو کسانو قاتلین پولیسو نیولي او ژر به یې عدلي او قضای ارګانونو ته ور پېژني.
بل لور ته د لاریون یو ګډونوال او ځايي قومي مشر حاجي احمدخان وايي، ‘’دا په سیمه کې له کوچیانو سره لومړنی ظلم نه دی او دا پېښه ډېره بوږنونکې ده،
د وژل شويو کسانو مرۍ په چاړه پرې شوې دي. ‘’احتجاج کوونکو له مرکزي حکومته د پېښې عاملینو ته د سزا ورکولو او په راتلونکي کې د دغه ډول پېښو مخنیوي لپاره د اړینو اقداماتو غوښتنه وکړه.