پرتګال او اسپانیې د فوټبال ۲۰۳۰ میلادي کال نړیوال جام د کوربه توب لپاره د ګډو هڅو رسمي تړون لاسلیک کړ.
د دواړو هېوادونو د فوټبال فدراسیون چارواکي پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) داسې مهال دې موافقې ته ورسېدل چې د پرتګال صدر اعظم انتونیو کوسټا او اسپانیایي سیال یې پیدرو سانخیز د همدې هڅو د ملاتړ په خاطر دولتي هوکړه لاسلیک کړه.
پرتګال تراوسه هېڅکله د فوټبال نړیوال جام کوربه نه دی پاتې شوی، خو اسپانیې ۱۹۸۲ کال کې د دې جام کوربه توب کړی دی.
راتلونکی کال قطر او ۲۰۲۶ کال کې امریکا، کاناډا او مکسیکو د فوټبال نړیوال جام ګډ کوربه توب کوي.