د پکتیا پولیس وایي چې د دغه د ولایتي شورا یو غړی د ناپېژندو وسله والو کسانو په برید کې وژلی شوی دی.
د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد لعل اميري رسنیو ته ویلي چې د ولايتي شورا پر غړي سردار خان ملنګ زوی پرون شنبه (کب۳۰) ماښام شاوخوا شپږ بجې په ګردېز ښار کې وسله وال بريد شوی.
نوموړي زياته کړه چې په دغه بريد کې ملنګ زوی وژل شوی او دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.
د پکتيا د ولايتي شورا بل غړی ممتاز کرخېل وايي چې پر سردارخان ملنګ زوی د هغه د کور مخې ته بريد شوی، چې لومړی ټپي شوی او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړې.
تر اوسه د طالبانو په ګډون هيڅ يوې ډلې د دې بريد مسؤليت پرغاړه نه دی اخيستی، خو د پکتيا د پوليسو وياند محمدلعل اميري وايي، چې پوليسو پلټنې پيل کړې دي.
هغه وويل: «چا چې دا عمل ترسره کړی، هغوی د پېښې له ځايه تښتېدلي دي. خو زموږ پلټنې بيا هم جريان لري، چې د يادې پېښې عاملين ونيسو او د قانون منګولو ته يې وسپاروو.»
د يادونې ده چې شاوخوا شپږ مياشتې مخکې د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال محمدايوب غروال هم د وسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو.