Home » افغانستان » هرات کې د پاشدان پر بند وسله‌والو برید کړی
رویداد خبري آژانس
هرات کې پاشدان بند

هرات کې د پاشدان پر بند وسله‌والو برید کړی

هرات کې د پاشدان پر بند وسله‌وال برید شوی چې په له کبله یې درې افغان سرتېري وژل شوي، یو ټپي دی او څلور نادرکه دي.

د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، دغه پېښه نن سې شنبه (د کب ۲۶مه نېټه) سهار وختي درې بجې شوې چې درې سرتېري پکې وژل شوي یو ټپي شوی او څلور سرتېري نادرکه دي.

دا په داسې حال کې دی چې څه موده وړاندې هم طالبانو د یاد بند ۱۱ کارکوونکي تښتوولي و چې د هرات والي سید وحید قتالي هم دغه پېښه تایید کړې وه.

د پاشدان بند د هرات ښار په ۲۵ کیلو مترۍ کې پروت دی، د چارواکو په خبره د پاشدان بند د ۴۵ میلیون مترمکعب اوبو زېرم کولو سره د ۱۳ زره هکتاره ځمکې خړوبولو او د دوو میګا واټه برېښنا تولید ظرفیت لري. پر یاد بند ۱۱۷ ډالره لګول کیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...