نړیوال بانک له افغانستان سره د څه کم سل میلیونه ډالرو مرسته تایید کړې ده.
د راپورونو له مخې نړیوال بانک په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تازه یې له افغانستان سره د ۹۷،۵ میلیونه ډالرو مرسته تایید کړې ده.
نړیوال بانک وایي چې دا پیسې به تر ډېره له هغو کسانو سره د مرستې لپاره لګول کېږي چې کرونا ویروس او وروستیو وچکالیو زیامن کړي دي.
نړیوال بانک تر دې وړاندې هم په یادو بشري برخو کې له افغانستان سره مرستې کړې دي.
نړیوال بانک په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې لا ډېرو بشري مرستو ته تیار دي او هڅه کوي په دې سختو شرایطو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.