د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په شیمل سیمه کې د ۳۴۰ کیلو واټه برېښنا د تولید یوه پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه
د ننګرهار رسنیو له دفتره پرون دوشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دغې پروژې چې د جنوبي کوریا په مرسته څلور میلیونه او څلور لکه ډالره لګښت پرې شوی، له برېښنا به یې دوه زره کورنۍ ګټه پورته کوي
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل چې د دغې پروژې د پرانېستلو لپاره دره نور ولسوالۍ ته تللی و وایي، پر دوه زره کورنیو سربېره به ۲۱ جوماتونو، اوو ښوونځیو، دوو روغتیایي کلینکونو او شلو فابریکو ته هم د دې پروژې برېښنا ورسېږي.
دغه پروژه چې دوه سوه کیلو واټه برېښنا یې د لمر له وړانګو او ۱۴۰ کیلو واټه یې له اوبو تولیدیږي، په درې کلونو کې بشپړه شوې ده.