ناټو وایي په افغانستان کې د مهمو تاسیساتو په ساتنه کې همکاري کوي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او په دغه هېواد کې د سولې د تامین لپاره همکاري کوي.
سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې همدا راز ویلي چې د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته به ادامه ورکوي او دغه راز به د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره بودیجه هم ځانګړې کوي.
هغه همدا راز ویلي چې دوی د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په څېر په افغانستان کې د مهمو تاسیساتو د امنیت په تامین کې هم همکاري کوي.
سټولټنبرګ تمه ښودلې چې افغان جګړه ژر تر ژره ختمه او دلته د مذاکراتو له لارې دایمي ثبات رامنځ ته شي. ناټو تر دې وړاندې هم له افغان ځواکونو د ملاتړ او له دوی سره د مالي مرستو ژمنه کړې ده.