Home » فرهنګی او ټولنیز » میدان وردګو کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
رویداد خبري آژانس

میدان وردګو کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د افغانستان پوهنې وزارت وایي، د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ خارزار سیمه کې د خار زار ابتدائيه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

پوهنې وزارت وایي، د یاد ښوونځي نوې ودانۍ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا وزارت د اقراء پروګرام لخوا د یو کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول د ۴ میلیونه او۴۸۴ زره افغانیو په مجموعي لګښت جوړه شوې.

یاد وزارت زیاتوي چې دغه ښوونځی شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د پاکو اوبو څاه او ۳ تشنابونه لري، چې په جوړیدو سره یې د سیمې ماشومانو ته د زده کړو خوندی چاپیریال برابرشو.

د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس داکټر محمد سعید منصور د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې د ودانۍ ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅې وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...