ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې دا مهال په افغانستان کې د اقتصادي ناورين له امله د دغه هېواد له نيمايي زيات وګړي له لوږې سره مخ دي او نه شي کولی چې کافي خوړو ته لاسرسی پيدا کړي.
د خوړو نړيوال سازمان يا WFP اجرائيه رئيس ډيوېډ بيسلي ويلي، په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت او د ژمي يخنۍ په را رسېدو سره، داسې اټکل کېږي چې دغلته به لږ تر لږ ۲۲ ميليونه خلک د لوږې او خوړو له قحطۍ سره مخ شي.
د ياد سازمان له لوري پرون دوشنبه د (لړم په ۳مه) په خپره شوې اعلاميه کې د نوموړي په حواله ويل شوي، که سر له اوسه په بېړني ډول له افغانانو سره د مرستې لپاره اقدام ونه شي، نو ښايي د ژمي په رارسېدو سره دا چاره پر يوې فاجعې بدله شي.
بيسلي ټينګار کړی چې خوړو نړيوال سازمان به افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو کې له ممکنه لارو چارو کار واخلي. د نوموړي په خبره د دې احتمال شته چې په ژمي کې د بشري ناورين ډېرېدو له امله افغانان دوه غوراوي چې يو يې کډوالي او دويم هغه يې لوږې ته پاتې کېدل دي، ولري.
د نړيوالو بنسټونو موندنې ښيي چې دا مهال له سوريې او يمن چې د افغانستان په پرتله په وروستيو کلونو کې جګړې ډېر ځپلي، افغانستان په زياته پيمانه د بشري نارين په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی.