Home » سیمه او نړی » محکمې د فرانسې پخوانی ولسمشر پر بند محکوم کړ

محکمې د فرانسې پخوانی ولسمشر پر بند محکوم کړ

د فرانسې پخوانی ولسمشر نېکولاس سرکوزي ته نن پنج‌شنبه د (تلې په ۸مه) د بند سزا واورول شوه. پر نوموړي تور دی چې د ۲۰۱۲ زېږديز کال د ولسمشرۍ په دويم ځلي ټاکنو کې يې له قانوني ټاکلي شوي رقم زياتې پيسې لګولي دي.

د څاروالانو په خبره، سرکوزي د يادو ټاکنو لپاره د کمپاين پرمهال ټول‌ټال ۲۲.۵ ميليونه يورو مصرف کړې وې چې دا کچه د فرانسې په قانون کې له تثبيت شوې هغې لوړه ده.

دوی زياته کړې، که څه هم سرکوزي له رايې اچونې دوې اوونۍ وړاندې دوه ځله له دې امله چې کمپايني لګښتونه يې له قانوني کچې اوړي، خبرداری ترلاسه کړی و، خو بيا يې هم په اړه بې تفاوته پاتې شوی دی.

له دې سره جوښت پر نېکولاس سرکوزي دا تور هم دی چې د ۲۰۰۷ زېږديز کال د خپلې لومړۍ دورې ولسمشريزو ټاکنو پرمهال يې، د کمپايني منډو ترړو لپاره د لېبيا له پخواني رهبر معمر القذافي په ناقانونه توګه پيسې ترلاسه کړې وې.

دې ټولو ته په پام سره محکمې نوموړي پر يوه کال زندان محکوم او دغه راز يې ۳۷۵۰ يورو نغدي جرېمه کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...