ټاکل شوې نن چهارشنبه د (وږي په ۹مه) د بګرام په نظامي هوايي ميدان کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې له افغانستان څخه د امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو د وتلو کليزه ونمانځل شي.
د دې مراسمو له پيلېدو لږ وړاندې، د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد له رسنيو سره په خبرو کې وويل، که څه هم پر افغانستان د امريکا ځمکنی تېری پای ته رسيدلی او ځواکونه يې وتلي، خو د افغانستان پر هوايي حريم يې تېری لا هم دوام لري.
نوموړی د افغانستان په هوا کې د امريکا بيپيلوټه الوتکو ګرځېدل تېری بولي او وايي، حکومت هڅه کوي چې د خبرو اترو له لارې د امريکا د دې تېري مخه ونيسي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د سرپرست حکومت رسميت پېژندنې مسئلې ته هم اشاره درلوده او ويې ويل، چې دامهال حکومت له ډېرو هېوادونو سره رسمي تعامل لري او دغه تعامل د رسميت پېژندنې په مانا دی.
دا چې ولې حکومت له افغانستان څخه د امريکا او بهرنيو ځواکونو د وتلو کليزې د نمانځې مراسم په بګرام کې نيولي؟ مجاهد يې لامل په دې اډې کې د دوی پراخ حضور، په تېر کې له دې اډې د هوايي بريدونو او نورو ځانګړو عملياتو ترسره کيدل بولي.